Language

په شينوارو ولسوالۍ کې دوه ماشومان ووژل شول

چاريکار( پژواک ١٦ ورى ٩٢) : د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفنيو او دولتي ځواکونو د نښتې پر مهال دوه  ماشومان  ووژل شول .

د شينواري ولسوالۍ امنيه قوماندان حسين شاه مقصودي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د دې ولسوالۍ د کفشان درې په خينجک سيمه کې پوليس د دولت د وسلوالو مخالفين په کمين کې راګير شول .

ده وويل، چې وروسته د وسلوالو مخالفينو په ډزو د ښوونځي دوه زده کوونکي ، چې يو يې ٨  او بل يې ١٠  کلن و ، ووژل شول .

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د دولت وسلوالو مخالفينو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.