غزنى ( پژواک ١٦ورى ٩٢): په غزني ښار کې په بايسکل کې د ځاى پر ځاى کړل شويو توکيو په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شو او يو سرتېرى او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
دغه چاودنه نن غرمه مهال د غزني ښار په سبزي منډوي کې ، چې د والي دفتر ته نږدې موقعيت لري، رامنځته شوه .
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې وژل شوى تن او ټپيان ياد شوي روغتون ته وروړل شوي دي .
ده د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
عيني شاهداو د يادې منډوي له سبزي پلورونکو څخه يو تن محمدالله وايي،چې چاودېدونکي توکي په سيمه کې په درول شوي بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي و.
د هغه په وينا، دغه توکي هغه مهال وچاودېدل، چې د ملي اردو سرتېري پلي په سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.