Language

د امريکا لوى درستيز په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلى

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٢): د امريکا د پوځ لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلى دى.

په کابل کې امريکايي سرچينو ويلي، چې نوموړى  نن (د وري ١٧مه) سهار وخته بګرام ته رسېدلى او ټاکل شوې چې دلته د ناټو له قوماندان جنرال ډنفورډ او نورو افغان او ناټو چارواکو سره وګوري.

سرچينې  زياته کړې، چې نوموړى به د دغو ليدنو کتنو پر مهال د افغانستان د وروستيو امنيتي حالاتو، د امنيت د لېږد د پروسې، د افغان ځواکونو د روزنې او په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه مشورې وکړي.