Language

د مزارشريف-ترکيې ترمنځ الوتنې پيلېږي

مزارشريف (پژواک ١٧ ورى ٩٢): د ترکيې دفاع وزير د افغانستان د ملاتړ د ژمنې ترڅنګ وويل، چې ډېر زر به د مزارشريف ښار-ترکيې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.

 د بلخ ولايت له مقام څخه د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکيې د دفاع وزير عصمت يلماز پرون تر غرمې وروسته د بلخ له والي عطا محمد نور سره وکتل او د بلخ ولايت تر څنګ يې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

د ترکيې د دفاع وزير يلماز وويل، چې ترکيه او افغانستان د ښو اړيکو او تاريخي مخينه لري، او هېواد يې تل له افغانانو سره په سختو حالاتو کې مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دوی غواړي له افغانستان سره په هراړخيزه توګه د اوږدمهال لپاره مرستې وکړي.

د هغه په وينا، دمګړۍ دوی چمتوواولى نيولى، چې په نږدې موده کې د مزارشريف-ترکيې ترمنځ الوتنې پيل کړي.

يلماز همداراز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د پلار د کور د جوړېدو په برخه کې وويل، چې پلان يې چمتو شوی او په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بلخ والي عطامحمد نور د ترکيې له دفاع وزير څخه د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو پر تاريخي مخينې خبرې وکړې او ترکيه يې د افغانستان دوست هېواد وباله.

نوموړي د ترکيې او مزارشريف تر منځ الوتنې د دغه ښار د اقتصادي او فرهنګي پرمختګ لپاره ښه زمينه وګڼله.

د خبرپاڼې له مخې، د بلخ والي په پای کې له ترکيې هېواد څخه د هر اړخيزو مرستو د اوږدولو هيله وکړه.

Related Topics