Language

په بادغيس کې د ٩ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

هرات ( پژواک ١٧ ورى ٩٢) : په بادغيس کې په دوو جلا عملياتو کې ٩ وسله وال وژل شوي او درې  پوليس ټپيان دي.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف وايي،چې په بالا مرغاب کې د عملياتو پر مهال پنځه  وسله وال ووژل شول او دوه پوليس ټپيان شول.

امنيه قوماندان وايي ، چې د وسله والو مړي پر خپل ځاى پاتې دي او وسلې يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

په ورته توګه په يوه بله پېښه کې د قادس د بوم په سيمه کې څلور وسله وال وژل شوي  او يو تن پوليس ټپي شوى دى.

د بادغيس د پېښې په اړه تر دې مهال وسله والو څه نه دي ويلي.