مزارشريف (پژواک ١٧ ورى ٩٢): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، چې په بدخشان ولايت کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د دولت ۱۰۰وسله وال مخالفين وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
دوی زياتوي، چې پر وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو دغه بريدونه د ګاونډويو هېوادونو د استخباراتو له خوا پلان شوي وو، خو دا يې ونه ويل چې د کومو هېوادونو استخباراتو په دغو بريدونو کې لاس لري.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د وري په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د خبري ناستې پر مهال وويل، چې د بدخشان په وردج ولسوالۍ کې يې د غشي په نوم د چاڼيزو عملياتو لومړی پړاو په برياليتوب پای رسېدلى دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات يې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دويمې او درېيمې لواګانو او د پنځم کنډک له خوا د ملي پوليسو او ملي امنيت په ملاتړ ترسره کړي دي.
ويسا وويل: ((دغه عمليات پرته له دې چې سوله ساتو ځواکونه ته اړ شو، په مستقله توګه د افغان ځواکونو له خوا پلان او سرته ورسول شول.))
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې يې يواځې ځيني جنګي وسايل، چې افغان ځواکونو نه لرل، له سوله ساتو ځواکونو ترلاسه کړي، خو په عملي ډول يې په عملياتو کې ورسره برخه نه ده اخيستې.
د هغه په وينا، د غشي په نوم عمليات د ۱۳۹۱لمريز کال په وروستيو کې پيل شوي وو، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د مهمو کسانو په ګډون څه باندې سل تنه وژل شوي او څه باندې ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
بريد جنرال ويسا وويل، چې د وژل شوو په ډله کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانان او ډلمشران، ملا غياث خونخور، قوماندان امرالله، د دهشکې مسوول امر رزاق، د طالبانو ولسوال حمزه، مولوي عبدالقهار، ذبيح الله، شمس الحق او عتيق الله شامل دي.
نوموړي زياته کړه، چې پر يادې ولسوالۍ بريدونه د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړيو پر مټ پلان شوي او په مشوره يې عملي کېدل او وايي، چې دغه بريدونه په يواځې توګه د وسله والو طالبانو له وسه پورته خبره وه.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې د دوی د کشفي معلوماتو پر بنسټ له وسله والو سره د پاکستاني، چيچيني، قزاق او د ازبکستان د حزب اسلامي تحريک د غړو ۱۲ کسيز ګروپ د مشاروينو په توګه برخه لرله.
ويسا وويل، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې يې د وردوج ولسوالۍ ۱۷ کلي تلاشي او له وسله والو طالبانو يې پاک کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو په اوږدو کې د يادې تلاشۍ په پايله کې يو ميل هاوان، دوه ميله دهشکه او زيات شمېر بېلابېل ډوله مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې ۱۵ افغان ځواکونه هم ټپيان شوي، چې دمګړۍ يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وويل، چې دغه عمليات د وردج ولسوالۍ په غرنيزو سيمو کې په ازمايښتي ډول پلان شوي وو او بريالي ترسره شول.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو پر وردوج ولسوالۍ له تېرو دوو مياشتو راهيسې پرله پسې بريدونه کول، چې له امله يې تر ٢٥ زيات کورني سرتېري هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو هم د دې ترڅنګ د ګڼ شمېر نورو کورني سرتېرو د وژلو او تښتونې ادعاوې کړې دي.