چاريکار (پژواک، ١٨ ورى ٩٢): په پروان ولايت کې د “ارغوان ګل” په نوم مشاعره د سلګونو تنو په ګډون نن ترسره شوه.
دغه کلنۍ دوديزه مشاعره، چې هر کال د پروان د مرکز چاريکارو په ګل غونډۍ تپه کې جوړېږي، سږکال په کې د پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو لسګونو نارينه او ښځينه ليکوالو او شاعرانو برخه اخيستې وه او د ارغوان ګل په اړه يې شعرونه په کې واورول.
په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين وويل، د دغه ډول محفلونو جوړول د افغانستان د خلکو له دودونو څخه شمېرل کېږي او پراختيا يې ، ښه اغېز ښندي.
دغه راز د پروان والي عبدالبصير سالنګي په خپله وينا کې خلک د يووالي په لور وهڅول.
ده وويل: “د شعر او شاعرۍ غونډو دايرول د ملي يووالي څرګندوى دي او موږ غواړو دغه ډول محفلونه لا زيات کړو.”
د افسر رهبين په نوم يوه شاعر، چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د مشاعرو جوړولو فرهنګ خورا ښه اغېز لري او دا د فرهنګيانو د راټولېدو ښه وسيله ده.
د هغه په وينا، دغه ډول محفلونه د ځوانانو د شعر په بډاينه کې هڅوونکى رول لري.
بايد وويل شي، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د نارنج ګل، مڼې ګل ،انارګل، سنځل ګل، بادام ګل، کونړ سيند، چنار، هلمند بهاند سيند، ريدي ګل، نښتر، ارغوان او يو شمېر نورې دوديزې مشاعرې جوړيږي.