اسعد اباد ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : د کونړ د شيګل ولسوالۍ د تېرې ورځې په عملياتو کې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ افغان او ايساف ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون ګډو ځواکونو د شيګل په شلتن دره کې ځانګړي عمليات ترسره کړل.
هغه زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې د ملي امنيت څلور سرتېري هم ټپيان شوي او د ايساف ځواکونو يو سرتېرى وژل شوى دى.
د والي وياند وايي، چې په دې عملياتو کې د شلتن درې د رودو په سيمه کې شپږ مېرمنې هم ټپيانې شوي، چې ددرملنې لپاره د مرکز اسعد اباد ملکي روغتون ته وړل شوې دي .
د شلتن درې يو اوسېدونکى نور محمد، چې له ټپيانو سره د اسعد اباد ملکي روغتون ته راغلى ، پژواک اژانس ته وويل ، چې په سيمه کې يې سخت بمبار شوى دى.
هغه زياته کړه ، چې دا عمليات دشپې په دولسو بجو پيل او پرون تر غرمې پورې يې دوام درلود، چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دې جګړه کې د ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو دوژل کېدو ترڅنګ ادعا کړې، چې په دى بمبار کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
دوى په دې عملياتو کې د طالبانو دوژل کېدو راپورونه رد کړي دي.
ايساف ځواکونه وايي، چې دوى هم د کونړ د شيګل درې په عملياتو کې له ملکي تلفاتو خبر شوي دي.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دوى د ملکي تلفاتو راپورونه جدي نيسي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د يادونې ده ، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په دې ولايت کې دايساف په بمبار کې لس عام وګړي وژل شوي وو.
تر دې پېښې وروسته ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته امر کړى و، چې د عملياتو پر مهال دې له بهرنيانو څخه د هوايي ځواک مرسته نه غواړي.