هرات ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) :د هرات په لرغونو او تاريخي سيمو کې د زورواکو له لوري په خپلسر ودانۍ او کورونه جوړيږي،خو څوک يې مخه نه نيسي.
د لرغونو ابدو د ساتنې د نادولتي ټولنې غړى عبدالغني وايي ، چې د امام فخر رازي په سيمه کې ،چې يوه تاريخي سيمه ده ، همدا اوس په خپلسر د کورونو جوړولو کار روان دى.
نوموړي د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل: (( د خپلې ټولنې له لارې مو ولايتي اداره او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته خپل شکايتونه رسولي، خو چا مو خبره نه ده اورېدلې.))
د هرات ښار يو تن اوسېدونکى ميرشاه هم ورته شکايت لري او زياتوي،چې په هرات کې ډېرى عامه ځمکې غصب شوي ،خو اوس يې د تاريخي سيمو لاندې کولو ته مخه کړې ده.
هغه پژواک ته وويل: (( په دې اړه خلکو خپل شکايتونه کړي ،خو د لرغونو سيمو د لاندې کولو د مخنيوي کومه هڅه نه ده شوې.))
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغونو ابدو د ساتنې امر اجمل هم دا ستونزه مني، چې د هرات په زاړه ښار او امام فخر رازي سيمو کې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې دي.
د ابدو د ساتنې امر زياتوي،چې د دولسو ناحيو د مديرانو په ګډون يې يوه کاري کمېټه جوړه کړې،تر څو په لرغونو سيمو کې د خپلسرو ودانيو د جوړېدو مخه ونيسي او عاملينو ته يې سزا ورکړي .
پخوا داسې ويل کېدل،چې د هرات د ګوهرشاد مدرسه او اختيارالدين کلا به د يونيسکو له لوري په نړيوال ميراث کې شامل شي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نور خان نېکزاد پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس نه شي کولى په يو اړخيزه توګه ددې ډول کارونو مخه ونيسي .
هغه زياته کړه، که چېرې خلک محاکمو ته شکايت وکړي، نو بيا پوليس کولى شي د محاکمو په امر ددغه کار مخه ونيسي او پوليسو تېر کال دغه کار هم کړى و.