Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل په هوايي ډګر کې هيروِئين نيول شوي

کابل ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې سرحدي پوليسو د کابل په نړيوال هوايي  ډګر کې له يوه تن څخه هيروئين ترلاسه کړي دي.

ددغه وزارت له خوا د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې سرحدي پوليسو نن د سيد احمد په نامه له يوه تن څخه ٨٢٠ ګرامه هيروئين هغه مهال ترلاسه کړل ، چې غوښتل يې دکام اير هوايي شرکت د پرواز له لارې  يې هند ته قاچاق کړي.

سرچينې زياته کړه، چې دغه تن ياد نشه يي توکي په خپله ګېډه کې  ځاى کړي وو او غوښتل يې ، چې نوي ډيلي ته يې ولېږدوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی قاچاق وړونکی د پوليسو د اړونده ارګانونو له لوري تر  پوښتنو لاندې دی.

ديادونې ده ، چې په تېرو نږدې دوو مياشتو کې دا درېيمه پېښه ده، چې په کابل هوايي ډګر کې د هيروينو دقاچاق مخه نيول کېږي او په دې درې واړو پېښو کې دا نشه يي توکي هند ته قاچاق کېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.