هرات ، جلال اباد ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : په هرات ولايت کې ديوې چاودنې له امله يوه ښځه وژل شوې، بلخوا د ننګرهار په بېلابېلو امنيتي پېښو کې اوه تنه ټپيان شوي او يوتن ځان وژنه کړې ده.
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد داوود نظامي د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون ناوخته د ولسوالۍ د تاقچه په سيمه کې چاودنه وشوه، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو دغه ماين نظاميانو ته ځاى پر ځاى کړى و، خو پر پلې ښځې وچاودېد.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله د ښوونځي دوه
تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار اته بجې د کوټ ولسوالۍ د احمدخېلو په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ، چې له امله يې د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي.
دى وايي ، چې د ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او کشفي ارګانونه د پېښې د عاملينو د پيداکولو په لته کې دي.
بلخوا د جلال اباد ښار په مجبور اباد سيمه کې يوتن ، چې د خسر کور ته راغلى و، ځان وژنه کړې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل ، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
مشرقيوال دغه راز وويل ، چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې نن سهار پنځه وسله وال هم په دوو بېلابېلو پېښو کې ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي ، چې نن سهار يو شمير وسله والو غوښتل، چې د باريکاب په سيمه کې پر ٨٢ملي متري توپ انداخت وکړي، چې په خپله پرې چاودېدلى او دوه تنه پکې سخت ټپيان شول.
هغه زياتوي، چې درېيو نورو ملګرو يې غوښتل ، چې له سيمې څخه ژر پر موټر سايکلونو وتښتي ، چې د ترافيکي پېښې له امله درې واړه ټپيان شوي دي.
دى وايي: ((پنځه واړه زخميان نورو مخالفينو له ځانه سره وړي او ښايي دوو يې ژوند له لاسه ورکړى وي.))