Language

“جګړه نوره بس کړئ”

جلال اباد (پژواک ١٩ ورى ٩٢): د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه وايي، چې نور د جګړو له خبرونو په تنګ شوي او په هېواد کې د روان تاوتريخوالي پاى غواړي.

د يادې ټولنې لسګونو ليکوالو او ژورنالېستانو د وري په ١٩مه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته په يوه اعتراضيه غونډه کې رسنيو ته وويل، چې نور د جنګ جګړو له خبرونو په تنګ شوي او پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې روانې جګړې ته دې د پاى ټکى کېږدي.

په ننګرهار کې د (يک) تلويزون خبريال تقي الله تقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ورځ تر بلې په هېواد کې د جنګ جګړو خبرونه ډېرېږي.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ په کونړ ولايت کې بمباري وشوه او يوولس معصوم ماشومان په کې ووژل شول، همداراز څو ورځې وړاندې په فراه ولايت کې لسګونه کسانو ته په ډله ييز ځانمرګي بريد کې  مرګ ژوبله واوښته او لا هم  دا وژنې جريان لري.

دى وايي: ((نور له دې ډول خبرونو په تنګ شوي يو، د جنګونو له ډېرو خبرونو يو ډول ذهني تکليف خبريالانو ته پيدا شوى دى.))

هغه پر دولت او ښکېلو غاړو غږ کوي، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې دې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته د پاى ټکى کېږدي.

د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې منشي رحمت الله زيارمل وايي، چې په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله او جنګ جګړې په کلکه غندي او که چېرې دغه حالت همداسې روان وي؛  لرې نه ده چې افغانستان به يو لوى بهراني حالت ته ولاړ شي.

دى وايي: ((ټولې ښکېلې غاړې بايد پام وکړي او نور دې له جنګه لاس په سر شي.))

د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون د خبري څانګې مسوول شکرالله پاڅون پژواک اژانس ته وويل، چې هر سهار له پاڅېدو سره سم ورته دا فکر پېدا کېږي چې په کومې سيمې کې به جنګ شوى وي او بيا به څومره کسان وژل شوي وي.

دى وايي: ((نور جګړه نه غواړو، نور امن غواړو، که طالب دى، که دولت دى او که بل څوک، له ټولو امن غواړو.))

يادې اعتراضيه غونډې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ او په پاى کې د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې له لوري يو څلور ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو.

په پرېکړه ليک کې يادې ټولنې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې نور دې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي، همداراز په پرېکړه ليک کې زياته شوې چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي او له هستوګنځايونو څخه دې د سنګر په ډول کار نه اخلي.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ټول عاملين، که هغه هر څوک وي بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په پاى کې د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې له لورې پرېکړه ليک د يوناما دفتر ته په رسمي ډول ورکړل شو.

Related Topics