Language

جلال اباد (پژواک ١٩ ورى ٩٢): د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دې ولسوالۍ کې روغتيايي خدمتونه پر خپل وخت او په سم ډول نه ترسره کېږي.

دوى وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې که څه هم يواځې يو روغتيايي کلينيک موجود دى، خو ځينې نور روغتيايي مرکزونه يې هم ناروغانو ته تاريخ تېر درمل ورکوي.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى لعل مرجان وايي، چې په ټوله ولسوالۍ کې يواځې يو کلينيک لري او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ که کلينيک ته ولاړ شو، کله ډاکټر نه وي او کله درمل، سړى حېران شي؛ چېرته ولاړ شي.))

دى وايي، د يو شمېر نورو درملتونونو، چې تاريخ تېر او يا هم بې کيفيته درمل خرڅوي، د عامې روغتيا رياست يې د مخنيوي په برخه کې څه نه دي کړي.

د لعل مرجان په وينا ، د لعلپورې ولسوالۍ په کلينيک کې ناروغان نه درملنه کېږي، نو اړ دي ، چې د ډېرې عادي ناروغۍ لپاره يا جلال اباد او يا هم له هېواده بهر ولاړ شي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى سيدعمر هم ورته شکايت کوي او وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې مسلکي ډاکتران نه نشته او په کار ده، چې په دې برخه کې يې ستونزه هواره شي.

د هغه په وينا، په کلينيک کې دوى ته درمل هم نه ورکوي او که کومه لږه دوا راشي، نو هغه د کلينيک ډاکتران په خپلو شخصي درملتونونو کې پلوري.

د دې ولسوالۍ يو زده کوونکى وحدت الله وايي، چې تېر کال تر لس ځلې زيات دغه کلينيک ته ورغلى، خو تر اوسه پورې ده ترې هېڅ درمل نه دي اخيستي.

دى وايي: ((ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي، چې ولاړ شئ او له درملتون څخه دوا د پيسو په بدل کې واخلئ.))

وحدت وايي، لعلپوره يوه سرحدي ولسوالي ده او په کار ده چې دولت ورته ډېره پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، په يوه روغتيايي مرکز د دې سيمې د خلکو ستونزې نه حلېږي، چې ډېرى وخت له پولې بلې غاړې ته د درملنې په موخه ور اوړي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد ومنله، چې دوى د درملو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو دا خبره په کلکه ردوي ، چې ګواکې د لعلپورې په کلينيک کې دې مسلکي ډاکټر نه وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د ديارلس لکه نفوس  بوديجه اخلو، خو د ننګرهار نفوس درې ميليونو ته رسېږي.))

ډاکټر شېرزاد وايي، دوى نه شي کولى چې د ديارلس سوه زره نفوسو درمل درې ميليونه وګړو ته ورسوي، نو طبعاً به ترې خلک شکايتونه کوي.

نوموړى دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي وو، چې په افغانستان کې اويا سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې نيلوفر عزيز وايي، چې يواځې د لعلپورې ولسوالۍ نه ،بلکې د ډېرو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له کمښت او يا هم له نشت څخه شکايت کوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، دوى پخوا هم هڅې کړي، چې د درملو په کچه کې ډېروالى راولي او لا هم د دوى هڅې دوام لري.

هغه وايي: ((نفوس زيات دى او کومه احصائيه چې شوې هغه ډېره پخوانۍ ده.))

نوموړې پر مرکزي اداره غږ کوي، چې په راتلونکي کې دې د دوى لپاره په روغتيايي چارو کې بوديجه د دوى د ضرورت په اندازه وټاکي.

Related Topics