غزني ښار (پژواک ۱۹ وری ۹۲): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له ملي اردو سره په نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمي لوا د عامه اړيکو مشر جګړن عبدالحکيم ستانکزى پژواک خبرى اژانس ته وويل، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې له سيمې د ملي اردو ګزمه د تېرېدو په حال کې وه.
نوموړي د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((جګړې شپږ ساعته دوام وکړ، چې په پايله کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته، خو د ملي اردو لوري ته کوم زيان نه دى اوښتى.))
د يو بل خبر له مخې، د غزني مرکز اړوند د منګور په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو نن سهار درې وسله وال ژوندي نيولي دي.
د درېيمې لوا د عامه اړيکو امر زياتوي، چې له وسله والو سره يې درې عرادې موټرسايکل او درې ميله وسله هم نيولې ده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه ادعا نه مني او زياتوي، چې حکومتي ځواکونو ته يې دروند ځاني زيان اړولى او په جګړه کې د دوو طالبانو او پنځو ملکي کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.
له بل لوري د ٢٠١٣ کال د نمانځنې په موخه په ښار کې د امنيت د ټينګښت چارې روانې دي، په پام کې ده، د وري په ٢٤مه غزني ښار د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ او تمدن پلازمېنه ونومول شي.