کابل ( پژواک، ٢٠ ورى ٩٢): دکرنې نړيوال پراختيايى صندوق “ايفاد” (IFAD) په راتلونکوشپږو کلونو کې له افغانستان سره ٥٨ ميليونه ډالره مرسته کوي .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددغې بالاعوضه مرستې هوکړه ليک تېره ورځ په روم کې دافغانستان د لوى سفير او فوق العاده استازي ډاکټر ضياء نظام او ددغه صندوق د رييس کانايو نوانزو (Kanayo Nawanzo) تر منځ په اېټاليا کې لاسليک شو .
د بهرنيو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې ، يادې پيسې به دکرنې دپراختيا ، دکرنيزو فارمونو جوړولو ، اصلاح شوو تخمونو ، کروندګرو ته دکوچنيو پورونو پر ورکړې ، ددوى دعوايدو په ډېرښت ، په کليو کې دفقر کمښت ، خپلې کورنۍ ته په نفقه پيداکوونکو غريبو کونډو او کوچيانو ولګول شي .
سرچينې زياته کړه ، چې په اېټاليا کې دافغانستان سفير ډاکتر ضياءنظام په ايفاد سازمان کې دافغانستان دفوق العاده استازي په توګه خپل باورليک دکرنې پراختيا نړيوال صندوق مشر ته وړنداې کړ .