په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چورلکه يې نن د افغانستان په ختيځ کې لوېدلې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يې دوه سرتېري وژل شوي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ايساف وايي، له لومړنيو پلټنو معلومه شوې، چې د پېښې په ځاى کې د مخالفينو فعاليت نه ترسترګو کېده.
که څه هم په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى، خو بايد وويل شي، چې په ختيځ کې د ايساف په مشرۍ امريکايي سرتېري مېشت دي.
بلخوا د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې دا پېښه د دغه ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چورلکه نن سهار په پچير اګام ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د پچير اګام ولسوال ميرباز خان پژواک اژانس ته وويل، ياده چورلکه نن سهار نهه بجې د ولسوالۍ د ماماخېلو په سيمه کې غورځېدلې او وايي، چې سيمې ته امنيتي ځواکونه لېږل شوي، ساحه کلابنده شوې، خو په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د سيمې يوه اوسېدونکي ډاکټر رحمن الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د چاودنې غږ اورېدلى، خو دا ورته نه ده معلومه، چې دا چورلکه په هوا کې ويشتل شوې او که په خپله غورځېدلې ده.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته ومنله، چې په ختيځ کې يې يوه چورلکه غورځېدلې، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو د دې چورلکې د ويشتلو ادعا کړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دا چورلکه دوى ويشتې او په کې ناست ټول سرتېري او عمله يې وژل شوې ده.
د چورلکې په دې پېښه کې دوه امريکايي سرتېري په داسې حال کې وژل شوي، چې څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې پنځه امريکايان ووژل شول، دا په روان زېږديز کال کې د امريکايي سرتېرو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت ثابته شوې ده.