کابل ( پژواک ٢٠ ورى ٩٢ ) : د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې دوه اتباع يې د طالبانو له بنده په تېښته بريالي شوي دي.
په پاريس کې دفرانسې د بهرنيو چارو وزارت د وري په ٢٠مه، اعلان کړى، چې دغه کسان څلور مياشتې مخکې تښتول شوي وو.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې يوه فرانسوي فوټوخبريال څلور مياشتې مخکې تښتول شوى و، پرون ناوخته د تښتوونکو له منګولو خلاص او ځان يې کابل ته رسولى دى.
سرچينې زياته کړې چې بل فرانسوى چې يرغمل نيول شوى و، بيا د تښتوونکو لخوا خوشې شوى دى.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ٢٩ کلن فوټو خبرريال پيرير بورګي په ميدان وردګو ولايت کې د تښتوونکو له منګولو څخه په تېښته بريالى او ځان يې يوې نږدې امنيتي پوستې ته رسولى و.
سرچينې ويلي چې نوموړى پرون مازيګر ناوخته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته رسول شوى او بيا په کابل کې د فرانسې سفارت ته وسپارل شو.
د کورنيو چارو وزارت وياندصديق صديقي رايـټرز ته ويلي دي چې د خوشې شوي فرانسوي فوټو خبريال روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د يادونې وړ ده چې بورګي د ٢٠١٢ کال د نومبر په ٢٨مه، څلور مياشتې مخکې له کابل څخه ښار څخه د څلورو وسلوالو لخوا تشتول شوى و.
امنيتي سرچينې وايي چې هغه د ورانکارو لخوا تښتول شوى و، او بيا يې وروسته پر وسلوالو مخالفينو خرڅ کړى و.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼـي له دې پېښې ناخبري وښوده، خو هغه زياته کړه چې پرون درې تنه خبريالان چې له غزني څخه د سالارو د ماين چاودنې د پوښښ لپاره راغلي وو، د طالبانو لخوا نيول شوي وو.
خو هغه زياته کړه چې نيم ساعت وروسته دغه خبريالان خوشې شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP