هرات ښار (پژواک ٢٠ ورى ٩٢): په هرات ښار کې د پانګوالۍ د ملاتړې ادارې (ايسا) په نوښت او د سوداګرۍ وزارت په ملاتړ د کورنيو توليداتو او لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون نن پرانيستل شو.
د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي د نندارتون د پرانيستې موخه، افغان لاسي صنايعو او توليداتو ته بازار پيدا کول او د نړيوالو پام ورته راړول وښودل.
ده زياته کړه، په راتلونکي کې به د لاسي صنعتکارانو او د لاسي صنايعو کارکوونکو ته ملاتړى صندوق پرانېزي او له دې لاره به پورونه ورکړي.
د سوداګرۍ وزير دا ژمنه هم وکړه، چې د صنعتکارانو ګمرکي تعرفه به پنځوس سلنه ټيټه کړي او هم به په وړيا توګه د کارځايونو د جوړولو لپاره ځمکې ورته ووېشي.
د سوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزي د لاسي صنايعو او توليداتو د هڅونې په موخه جوړ شوى نندارتون ښه ګام وباله او زياته يې کړه، چې يو کال مخکې په کابل کې د لاسي صنايعو د هڅونې په موخه جوړ شوي نندارتون ښې پايلې لرلې.
الکوزي له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د کورنيو توليداتو او لاسي صنايعو دا ډول نندارتونونه دې له هېواده بهر هم جوړ کړي.
د ايسا عمومي رييس وفي الله افتخار وايي، د دې نندارتون په ٩٠ غرفو کې يې ٢٧ ډوله لاسي صنايع د درېيو ورځو لپاره نندارې ته ايښي دي.
د هغه په وينا، په دې نندارتون کې غالۍ، خامکي جامې، غاړې او ورسره د کورنيو توليداتو او په کور دننه د خوراکي توکو توليد شوې نمونې هم شاملې دي.
د ميريم په نوم يوې مېرمنې، چې خپل لاس ګنډلي توکي يې نندارتون ته راوړي و، په دې خوشاله ده، چې خپلو توکو ته به بازار پيدا کړي او ښه ګټه به ترلاسه کړي.
له دې نندارتونه به په درېيو ورځو کې زرګونه کورني او بهرني سوداګر ليدنه وکړي.