جلال اباد (پژواک ٢٠ ورى ٩٢): د ننګرهار ولايتي شورا ګواښ وکړ، که چېرې پاکستان ډيورنډ پولې ته نږدې خپل تاسيسات بند نه کړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د ننګرهار ولايتي شورا دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تېره اونۍ د ننګرهار د لعلپورې او ګوشتې ولسواليو په سرحدي سيمو کې د پاکستان له خوا د دروازې درولو راپورونه ورکړل شول.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري د وري په ٢٠مه په جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا په دفتر کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ګوشتې او لعلپورې ولسواليو په صفري نقطه کې د دروازې او نورو تاسيساتو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
هغه پر دولت نيوکه وکړه، چې د يادې دروازې د جوړېدو چارې پيل شوې خو ولايتي ادارې يې پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دى ښودلى.
زمري وويل: ((د دروازې جوړول دا مانا لري چې موږ دا کرښه په رسميت پېژنو.))
د نوموړي په وينا، دوى هېڅ کله د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني او نه به يې وپېژني.
د ولايتي شورا دغه غړي وويل، چې دا به د پاکستان لپاره ډېر بد عواقب ولري او په کار ده چې له دې ډول کارونو لاس واخلي؛ ځکه چې دا غير قانوني کار دى.
زمري زياته کړه: ((نړيوال ځواکونه بايد د اړتيا په وخت کې له افغان دولت سره مرسته وکړي او په دې برخه کې بايد خپل شتون ثابت کړي.))
بلخوا د ننګرهار ولايت د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې له تېرو ١٢ ورځو راهيسې د ننګرهار ولايت مقام په رسمي ډول جمهوري رياست، د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو او يو شمېر نورو ادارو ته خبر ورکړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په همدې وخت کې د پاکستان کونسل هم والي ګلا اغا شېرزي راغوښتى و او له هغه يې د کار د بندېدو غوښتنه کړې ده.
د عبدالزي په خبره، لا هم په سيمه کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو له لوري تعميراتي چارې روانې دي او دوى يې د بندېدو په هڅه کې دي.
د ګوشتې ولسوالۍ يو اوسېدونکى خليل خان وايي، چې اوس هم ودانيزې چارې دوام لري او د افغان دولت له لوري يې د بندېدو کومه هڅه نه ده شوې.
هغه پژواک ته وويل: ((له صفري نقطې نه تقريباً٣٥ کيلومتره لرې د افغان دولت پوستې پرتې دي، نو هغوى په ډېرې اسانۍ سره کار کوي.))
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى و او ورته يې په دې اړه د افغانستان کلک غبرګون څرګند کړى دى.
خو پاکستان ويلي، چې دغه کار په خپله خاوره کې ترسره کوي او په دې اړه يې افغان سرحدي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.