Language

په نورستان کې دوه پوليس ووژل شول

جلال اباد ( پژواک ٢٠ ورى ٩٢ ) : وسله والو طالبانو د نورستان ولايت له مرکز څخه دوه پوليس تر تښتونې وروسته وژلي دي.

د نورستان ولايت د مرکز پارون د ولسي شورا مشر مولوي کريم الله د وري په ٢٠مه‌، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په يوه بجه وسله والو طالبانو دوه تنه د مرکز په دوه کيلو مترۍ کې وژلي دي.

هغه زياته کړه ، چې پوليس په خپله پوسته کې  بيده وو، چې وسله والو طالبانو پر ډزو وژلي او وسلې يې هم ترې وړې دي .

نوموړى وايي، چې ددې پوليسو د جنازې مراسم نن په پارون کې ترسره شول.

خو د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار وايي، چې ياد پوليس  تښتول شوي ، خو تر اوسه يې له وژل کېدو خبر نه دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics