هرات ښار (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د هرات ځايي چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو پر يوه ملکي موټر ډزې کړې او دوه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په لوېديځ زون کې د۲۰۷ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې تر پېښې وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوې، خو يوه يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نجيبي وويل، چې د ايساف کاروان يې درولى او د پېښې په اړه يې ترې پوښتنې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، ايساف چې پر کوم چا ډزې کړې، هغه له هرات څخه د فراه ولايت روان و.
د ادرسکن ولسوال نثاراحمد پوپل هم پژواک ته پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې تر پېښې وروسته د سيمې اوسېدونکو د ايساف پر ضد لاريون هم وکړ.
ولسوال دا هم وويل، چې له لومړنيو نښو داسې ښکاري چې ډزې هوايي نه بلکې په قصدي توګه د سپرليو پر موټر شوې دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم په هرات کې له يادې پېښې خبر شوي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.