هرات ښار (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د دوو ښوونځيو او يوه کلينيک ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بادغيس د والي وياند سيد شرف الدين مجيدي د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پردې ودانيو کابو يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د هسپانيا د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري ورکړل شوى دى.
ده زياته کړه، په روغتيايي مرکز ٨٠٠زره او پر ښوونځيو ٤٥٠زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
د بادغيس د مرکز يوه استوګن شريف خان پژواک ته د کلينيک او ښوونځيو د ودانيو پر جوړېدو خوښي وښوده.
ده وويل، په تېر مهال کې يې ماشومانو تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کولې، چې له امله به په بېلابېلو موسمي ناروغيو اخته کېدل.