Language

د بلخ پوهنتون انجنيري پوهنځي ته ودانۍ جوړه شوه

مزارشريف (پژواک ٢١ ورى ٩٢): په مزاشريف ښار کې د بلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه او د نجونو د ليلې سربېره د درېيو نورو پوهنځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په هغو مراسمو کې، چې نن (د وري ۲۱مه) د پوهنتون په انګړ کې جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد، د بلخ والي عطاء محمد نور، د پاکستان سفير صادق خان، د بلخ پوهنتون رييس، استادانو، محصلينو او د ولايتي شورا او ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو برخه اخيستې وه.

د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د بلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي د ودانۍ چارې بشپړې او د اقتصاد او شريعاتو پوهنځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې د انجينري پوهنځي ودانۍ د پاکستان د ۱۸ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.

د بلخ والي عطاء محمد نور جوړې شوې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې له پاکستان څخه مننه وکړه او نور هېوادونه يې هم په بلخ ولايت کې ورته چارو ترسره کولو ته وهڅول.

نوموړي له پاکستان څخه هيله وکړه، چې له افغانستان سره همداسې اړيکې وساتي او د ښه ګاونډي په توګه ژوند ورسره وکړي.

د هغه په وينا، د دې پر ځای، چې پاکستان او افغانستان د توپونو او جګړو له لارې يو بل ته مخامخ وي، ولې په دغسې پراختيايي چارو د يو بل مرسته ونه کړي.

نور وويل، دا چې په بلخ کې د بلخ پوهنتون د ودانيو د جوړېدو په څېر سترې سترې پروژې عملي کېږي، ستر لامل يې د دغه ولايت رهبري، د امنيتي ځواکونو او د خلکو همغږي ده، چې ښه امنيت يې راوستی دی.

نوموړي زياته کړه، که چېرې امنيت نه وي نو د ورته پروژو د عملي کېدو لپاره به ډېر کم چانس وي.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد غونډې ته د خبرو په ترڅ کې له پاکستان څخه د بلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي د جوړېدو له امله مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې د زده کړه د بنسټونو د جوړېدو له امله په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځ ته کېږي او همدغه بدلون به افغانستان ژغوري.

د پاکستان سفير محمدصادق غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، په دې خوښ دی، چې د هېواد په مرسته يې د افغانستان په يوه څنډه کې د پوهې يو مرکز ودان شو.

نوموړي زياته کړه، دا درېيم پوهنځی دی، چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونو کې يې دوی ودانۍ جوړوي.

د هغه په وينا، پاکستان تابيا لري، چې د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې لا پسې اوږدې کړي.

د بلخ پوهنتون رييس الکوزي وويل، چې نن د انجنيري پوهنځي د ودانۍ د چارو د بشپړېدو تر څنګ د دغه پوهنتون د اقتصاد او شريعاتو پوهنځيو د ودانيو چارې هم پيل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پوهنځي به هم د راتلونکي يو کال په ترڅ کې د ۳ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شي.

همداراز د بلخ پوهنتون د نجونو د ليلې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ۲.۲ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت به جوړه شي او د عامه ادارې پوهنځي ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې د جرمني د GIZ موسسې له خوا به د ۲.۲ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت په لنډه موده کې جوړه شي.

د بلخ پوهنتون د رييس په وينا، په دغه پوهنتون کې د طب، انجنيري، کرنې، حقوق او سياسي علومو، اقتصاد، شريعات، ادبيات، ژورناليزم او عامه ادارې په پوهنځيو کې له ۱۳ زره ډېر محصلين پر زده کړو بوخت دي، چې نږدې ۴۰ سلنه يې نجونې دي.

Related Topics