هرات ښار (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د بادغيس ځايي چارواکي وايي، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى مخالف قوماندان بېرته طالبانو ته اوښتى دى.
د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدی د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملا عيدي ګل په نوم دغه طالب قوماندان تېر کال له ١٦ ملګرو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى او وسله يې په ځمکه کې اېښې وه.
هغه زياته کړه، چې ملا عيدي ګل د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ اصلي استوګن او په همدې سيمه کې مېشت و، خو د ناڅرګند لاملونو له امله د روانې اونۍ په اوږدو کې بېرته له خپلو پنځو وسله والو ملګرو سره د طالبانو ليکو ته اوښتى دى.
د والي وياند وويل، چې امنيتي ارګانونو په دې اړه پلټنې پيل کړې او د قانون سرغړوونکي به د قانون منګلو ته وسپاري.
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په مقر ولسوالۍ کې تسليم شوى طالب قوماندان ملا عيدي ګل له خپلو ١٥ ملګرو سره بېرته د مخالفينو ليکو ته ورغلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امنيتي ارګانونو د ملا عيدي ګل د نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.
خو د مقر ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالله بيا وايي، چې دغه کسان ځکه د مخالفينو ليکو ته بېرته ورغلي، چې دولت ورته سمه پاملرنه نه وه کړې.
هغه زياته کړه، چې تېر کال لسګونه مخالفين د سولې له پروسې سره د قومي مشرانو په منځګړيتوب يو ځاى شوي وو، خو دولت ورسره په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړه او هغوى بېرته خپه ولاړل.