کابل (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): په افغانستان کې د احمدزيو قوم سلګونه مخورو او ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره به د هېواد په کچه د خلکو د يووالي لپاره هڅې وکړي.
دوى همداراز له دولت څخه وغوښتل، چې له مخالفينو سره د سولې بهير چټک کړي او په هېواد کې په ځانګړې توګه د پښتنو په سيمو کې د وژنو مخه ونيسي.
د غونډې ويناوالو په هېواد کې د روانې شخړې د پاى ته رسېدو لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې احمدزي به په دغه کار کې مخکښ رول ولوبوي.
د متخصصو احمدزيو د شورا د مشرتابه پلاوي غړي محمد حسن حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، دې غونډه ته، چې په کابل کې جوړه شوې وه، د پکتيا، خوست، ننګرهار، بغلان، لوګر، کابل او ځينو نورو ولايتونو شاوخوا ٦٠٠ تنه د احمدزي قوم مشران، متخصص ځوانان او د ولسي جرګې غړي راغلي وو.
حقيار وويل، د دې ناستې په تعقيب به د دوو مياشتو په لړ کې د احمدزيو يوه بله لويه مشورتي غونډه په کابل کې جوړه شي، چې موخه به يې په لومړي سر کې د پښتنو او بيا د افغانستان د نورو مېشتو قومونو ترمنځ د يووالي لپاره هڅې وي.
د هغه په وينا، د دې شورا تر ناستې وروسته به احمدزي بېلابېلو ولايتونو ته د خلکو ترمنځ د يووالي او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره سفرونه وکړي.
د احمدزيو د مشرانو د مشورتي غونډې وياند محمد نذير احمدزي وويل، چې د دې ناستې موخه د احمدزيو ترمنځ د همغږۍ او يووالي رامنځته کول دي، ترڅو په هېواد کې د روانې جګړې په پاى ته رسولو کې په يوه لاس رول ولوبوي.
ده وويل، چې احمدزي به د ١٣٩٢ راتلونکي کال په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د ده په وينا، احمدزي به راتلونکو ته ټاکنو ته د خپل کانديد پر وړاندې کولو او يا له بل وړ کانديد څخه د ملاتړ لپاره مشوره وکړي او له داسې کانديد څخه به ملاتړ وکړي، چې د هېواد ګټې خوندي کړاى شي.