کلات-هرات (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): په بادغيس کې په داسې حال کې پنځه مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي، چې تېره ورځ يوه يوځاى شوې ١٥ کسيزه ډله بېرته مخالفينو ته ورغله.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملا عبدالعزيز په مشرۍ يوه پنځه کسيزه مخالفه ډله پرون په قادس ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
هغه زياته کړه، چې دغو کسانو له ځان سره وسلې هم راوړې او ژمنه يې کړې چې له دې وروسته به وسله وال فعاليت نه کوي.
امنيه قوماندان وويل، چې دوى له نورو مخالفينو سره هم په اړيکه کې دي او ډېر ژر به هغه هم له دولت سره يو ځاى شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځايي چارواکو د يوې ١٥ کسيزې يوځاى شوې ډلې طالبانو ته د بېرته اوښتو خبر ورکړى و.
د يو بل خبر له مخې، د زابل چارواکو د يو لړ عملياتو په ترڅ د دوو طالبانو د وژلو او دوو نورو د نيولو خبر ورکړى دى.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، چې عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته په شاه جوي او شهرصفا ولسواليو کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو د چټک غبرګون قطعې د چورلکو په مټ د شاه جوى ولسوالۍ د نواباد په سيمه کې درې ساعته عمليات ترسره کړل چې پر مهال يې د يوه پاکستاني په ګډون د ملا لطف الله د ګروپ دوه تنه ووژل شول.
روغ لېونی وايي، چې د عملياتو پر مهال پوليسو درې عرادې موټرسايکلونه، وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
نوموړي دا هم وويل، چې تېره ورځ د پوليسو ګزمې هغه مهال دوه طالبان ونيول، چې غوښتل يې د کابل -کندهار پر لويه لاره ماينونه خښ کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.