مزار شريف ( پژواک ٢٢ ورى ٩٢ ) : د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او قاضي د يوې نښتې په ترڅ کې له يو شمېر نورو طالبانو سره يو ځاى وژل شوى دى.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون تر غرمې وروسته د صياد ولسوالۍ د بلند غور په سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.
هغه زياته کړه ، ددې نښتې پر مهال ، چې درې ساعته يې دوام وکړ، ددې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى قاضي او نظامي مسوول ملا ياسين له دوو نورو سرګروپانو سره ووژل شو.
تاج وويل ، چې په دې نښته کې دوه طالبان ټپيان شوي او يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى دى.
د سرپل امنيه قوماندان دغه راز زياته کړه ، چې د ولايت په مرکز کې پرون ديوې نښتې په ترڅ کې يو طالب وژل شوى او بل يې ټپي شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني ، چې د صياد په جګړه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
هغه زياته کړه ، چې په دې جګړه کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن