Language

شېرزى: پاکستان د ګوشتې په سرحد کې د تاسيساتو جوړول درولي

جلال اباد (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له کابل څخه راغلي لوړ پوړي دولتي پلاوي ته خبر ورکړ، چې پاکستان په ګوشته کې د تاسيساتو جوړولو کار درولى دى.

څو ورځې مخکې د ننګرهار سرحدي چاروکو خبر ورکړى و، چې پاکستان د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمو کې د دروازې درولو ترڅنګ د يو شمېر تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړى دى.

د دغه کار په غبرګون کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير صادق خان احضار کړ او هغه ته يې د افغانستان اندېښنه څرګنده کړه.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګوشتې د يادې موضوع د څېړلو په موخه د ولسمشر حامد کرزي په حکم يو لوړ پوړى پلاوى پرون جلال اباد ته راغى او بيا وروسته يې د ګوشتې له سرحدي سيمو ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، چې په پلاوي کې لوى درستيز ستر جنرال ارکان حرب شېرمحمد کريمي، د اوپراسيون رييس تورن جنرال افضل امان، د کشف رييس تورن جنرال عبدالمنان فراهي، د سرحدي ځواکونو لوى قوماندان تورن جنرال ګل نبي احمدزى، د امنيت شورا استازى بريد جنرال غلام سخي، د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو رييس او د سرحدي چارو امر غلام فاروق بره کي ګډون درلود.

عبدالزي وويل، چې راغلي پلاوي د جلال اباد په قصر کې له والي ګل اغا شېرزي سره وليدل او هغه ورته د ګوشتې په سرحدي سيمو کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو جوړولو په اړه تازه او وروستي معلومات ورکړل.

ګل اغا شېرزي پلاوي ته وويل، چې څو ورځې وړاندې د ګوشتې ولسوالۍ د لوړ غاښې په ساحه کې د پاکستاني ملېشو له خوا د دوو پوستو ترمنځ دروازې د جوړونې چارې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، چې د دې ستونزې د حل په موخه يې  د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم او امنيت شورا ته خبر ورکړى و.

والي وويل، چې په ننګرهار کې د پاکستان کونسل  يې راغوښتى و او له هغه يې غوښتي وو، چې حکومت يې بايد په ياده سيمه کې د دروازې جوړولو کار بند کړي.

د شېرزي په وينا، لس کاله وړاندې د ګوشتې ولسوالۍ په سرحداتو کې ګاونډي هېواد پاکستان له لوري په دغو ساحو کې د ملېشو پوستې ځاى پر ځاى شوې دي .
هغه وويل، پاکستاني کونسل ورسره ژمنه کړې وه، چې د نړيوالو قوانينو له مخې به په ګډ  تفاهم سره دا موضوع هواره کړي.

د ننګرهار والي وايي، چې د دوى د جدي هلو ځلو په پايله کې د پاکستان کونسل ورته وړمه ورځ خبر ورکړى، چې سرحدي ځواکونو يې د ګوشتې په سرحدي سيمو کې د تاسيساتو جوړولو کار بند کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل، چې د جلال اباد په قصر کې تر دې ناستې وروسته له کابله راغلي پلاوي د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي او ځايي امنيتي چارواکو سره يو ځاى ګوشتې ولسوالۍ ته ولاړل او له سرحدي سيمو يې له نږدې ليدنه وکړه.

سرچينې زياته کړه، چې پلاوي او د ننګرهار چارواکو د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي لوا څلورم کنډک او ٢٠١ سېلاب قول اردو څلورم کنډک حمايوې منسوبين، بريدمنان او سربازان له نږدې وکتل .

د ننګرهار والي د ملي اردو او نورو سرحدي ځواکونو کارنامې وستايلې، چې په سرحد کې له خپل هېواد څخه دفاع کوي .
په همدې حال کې د ګوشتې قومي مشرانو د دې ولسوالۍ ولسوال عيسى خان ځواک او د امنيې قوماندان له راغلي پلاوي او د ننګرهار له والي سره د سرحدي لوا د څلورم کنډک په انګړ کې ګډه ناسته وکړه .

د راغلو مشرانو په استازولى د ولسي جرګې غړي فريدون مومند د خبرو پر مهال د ګوشتې د سرحداتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، ټول قوم پرېکړه کړې چې د ګوشتې په سرحداتو کې د راپيدا شوې ستونزې په اړه چې دولت هره پرېکړ ه وکړي، د دې ولسوالۍ ټول مومند د دې پرېکړې ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((د مومندو قوم به له امنيتي ارګانونو سره  اوږه په اوږه همکاري کوي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د مومندو په قوم کې تفرقه واچوي.))

په پاى کې د وسله والو ځواکونو لوى درستيز شېر محمد کريمي د ملي اردو د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا او څلورمې حمايوې کنډک يو شمېر سرتېري د ښو خدمتونو له امله، چې په محاربوي عملياتو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه، په ستاينليکونو او نغدي مکافاتو ووياړل.

هغه د ملي ځواکونو هڅې وستايلې، چې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره او په ځانګړې توګه د ګوشتې په دې پراخو دښتو او غرونو کې پراته دي او د خپل هېواد څخه په ايماندارۍ سره دفاع کوي.

Related Topics