تالقان(پژواک،٢٢ ورى ٩٢): د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې يو قومي مشر په وسله وال بريد کې ووژل شو.
د تخار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير وايي، چې ارباب عبدالحفيظ تيره شپه په اتو بجو د تالقان په آهن دره سيمه کې په خپل کور کې د تومانچې په ډزو وژل شوى دى.
اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه د ٦٧ کلن عبدالحفيظ د وژنې لامل نه دى معلوم، خو کيداى شي ، چې د شخصي تربګنيو له امله وژل شوى وي.
د تخار د والي وياند سليمان مرادي وايي، چې درې تنه يې د نوموړي د خپلوانو د ادعا له مخې نيولي او پوښتنې ترې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې ارباب حفيظ له دولت سره همکار و او د خلکو ستونزې يې هوارولې.
تر اوسه چا د دغه مخور د وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې څلور ورځ مخکې د پکتيا د شورا رييس، د سولي د ولايتي شورا غړى او پخوانى جهادي قوماندان ميرزا علي “تڼى”، (د تخار ګاوندي) په کندوز ښار کې د دوو ناپيژاندو موټر سايکل سپرو په ډزو وژل شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP