جلال اباد (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د سيکانو د لوى اختر (ويساک) درې ورځني مراسم نن (د وري ٢٢مه) پيل شول.
دغه مراسم د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ د سلطانپور په چينو کې پيل او سبا ته به د ننګرهار په درمسال کې ونمانځل شي.
سکان په داسې حال کې د ويساک مراسم نمانځي، چې د کورنيو جګړو له امله يې په هېواد کې له ٣٧٦٤ کورنيو څخه يواځې ٤٠٠ کورنۍ په پنځو ولايتونو کې پاتې دي او نورې يې بېلابېلو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.
سکانو نن سهار د سک مذهب (ويساک) ٣١٥مه کاليزه له خپل مذهبي کتاب (ګرين) او مذهبي موسيقۍ سره پيل کړه.
په ننګرهار کې د سکانو وياند ډاکټر ارميت سنګ پژواک خبري اژانس ته وويل: ((درې سوه څوارلس کاله مخکې زموږ لسم مذهبي لارښود ګوروبن سنگ له هندو ييزم څخه خپله لاره جلا او د سک مذهب بنسټ يې کېښود.))
د نوموړي په وينا، ځکه يې مذهبي مشران له هندو ييزم څخه جلا شول؛ چې د لمر او بتانو پر ځاى د يو خداى عبادت وکړي.
ارميت سنګ ګيله وکړه، چې افغان دولت ورته په کمه سترګه ګوري او تر اوسه يې په کابل، ننګرهار، کندهار، هلمند او غزني ولايتونو کې ٢٠٠ ملکيتونه د زورواکو له لوري غصب شوي او جعلي قبالې يې ورته جوړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، ماشومان يې له تعليم څخه بې برخې دي او ځان ډېر مظلوم احساسوي.
ارميت سنګ وويل، چې له هلمند پرته په يوه ولايت کې هم سکان ځانګړي ښوونځي نه لري.
نوموړى وايي، چې په کابل کې به د سکانو د ١١٠ کورنيو سلګونه غړي درې ورځې وروسته غزني او يوه اونۍ وروسته به د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ د سلطان پور (لال چشمو) ته د غسل کولو د مراسمو لپاره ولاړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې د سلطان پور چينو ته د دوى لومړنى مذهبي لارښود (ګورو بابا نانک) چې د پاکستان د شيخ پورې په نانکانه کې زېږېدلى و (٤٩٣) کاله پخوا د څلوېښت ورځني عبادت لپاره راغلى و.
د ده په وينا، هر کال د نومبر ٢٣مه د بابا نانک د زېږون ورځ د خپل کوچني اختر (بورن مايشي) په توګه نمانځي.
په جلال اباد کې د درمسال د ملکيتونو مشر حکيم ميرسنګ پژواک ته وويل، چې نن سهار يې د سره رود د سلطان پور په چينو کې د لامبلو مراسم پر ځاى کړل.
نوموړي يو شمېر ستونزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې دوى د مړي سوځولو ځاى نه لري، ښاروالۍ رياست ته يې عريضه ورکړې، خو هيچا هم ورته د مړو سوځولو ځاى نه دى ورکړى.
ميرسنګ وويل، چې افغان حکومت يې بشپړ امنيت نيولى و او دوى له ځايي ادارې خوښ دي.
د هغه په وينا، چې په هېواد کې به د تلپاتې سولې او پرمختګ په هيله سبا د خپل مذهبي کتاب ٤٢ ساعته لوستنه د جلال اباد په دواړو درمسالونو کې پيل کړي.
ميرسنګ زياته کړه، چې د ننګرهاريانو او ځايي ادارې د ښه چلند له امله يې لسګونه کډوالې کورنۍ له پاکستان او هندوستان څخه راستنې شوې، چې ټول شمېر يې تر ١٦٥ څخه ډېرېږي.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات پژواک اژانس ته وويل، چې د سکانو د مېلې په موخه يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښار له مرکزي درمسال څخه يې تر سره رود پورې د ١٥ کيلومتره لارې امنيت نيولى و.
دى وايي: ((موږ ته يې په سره رود ولسوالۍ کې هم په پوره ډول امنيتي تدابير نيولي دي.))
د يادونې ده، چې درې لسيزې مخکې په هېواد کې د سکانو ٦٤ درمسالونه فعاله وو، چې اوس مهال يواځې ٩ يې فعال دي.