کابل (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): په نورستان کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر ټولو مهم قوماندان حاجي عبدالغفور ووژل شو.
د نورستان والي تميم نورستاني د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى نن غرمه مهال د ولايت د مرکز پارون اړوند د کانتيوا په سيمه کې چېرې چې دى اوسېده، وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې حاجي غفور جومات ته د لمانځه لپاره روان و، چې په لاره کې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او ووژل شو.
د نورستان والي د حاجي غفور په وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او زياته يې کړه، چې هغه تل له حکومت سره همکار پاتې شوى دى.
د نورستان پخوانى امنيه قوماندان غلام الله نورستانى وايي، تېره مياشت چې وسله والو غلو په پارون کې له بانک څخه پيسې وتښتولې، نو د حاجي غفور کسانو دغه پيسې بېرته ترلاسه او دولت ته وسپارلې.
د نورستان ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حاجي غفور په خپله د کانتيوا سيمې اوسېدونکى او په دغه ولايت کې د حزب اسلامي يو له مهمو قوماندانانو څخه و.
سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېد وروسته نوموړي په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وي.
د نورستان ولايت مقام د هغه مړينه لويه ضايعه بللې او د هغه کورنۍ ته يې د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.
د حزب اسلامي حکمتيار د ګوند پخواني وياند استاد قريب الرحمن سعيد پژواک سره په خبرو کې د حاجي غفور وژنه په کلکو ټکو کې وغندله او دغه کار يې داسلام د دښمنانو يوه دسيسه وبلله.
طالبان وايي، چې دوى د حاجي غفور په وژلو کې لاس نه لري.