Language

“په نورستان کې د دولت د نه پاملرنې له امله ناامني ډېره شوې”

جلال اباد (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): د نورستان يو شمېر قومي مشران وايي، چې د دولت د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.

دغو قومي مشرانو ويل، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې امنيتي پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او ډېرى سيمې د وسله والو په ولکه کې دي، خو دولت يې تر اوسه په اړه کوم جدي غبرګون نه دى ښودلى.

دغه څرګندونې د نورستان يادو قومي مشرانو نن (د وري ٢٢مه) په هغې غونډه کې وکړې، چې د جلال اباد ښار د قبايلو رياست په تالار کې د نورستان د امنيتي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.

د نورستان يوه قومي مشر حاجي عبدالوهاب پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د نورستان برګمټال ولسوالۍ لارې د ناامنۍ له امله بندې دي او هغه کسان، چې په دولت کې دنده ولري، نه شي کولی، چې پر دغو لارو تګ راتګ وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((لوړپوړي چارواکي د چورلکو په واسطه تګ راتګ کوي او پاتې نور کسان په مياشتو مياشتو تګ راتګ نه شي کولى.))

د هغه په وينا، د همدې نا امنۍ له امله په نورستان کې د معارف چارې په ټپه درېدلې او ډېر کم ښوونځي يې فعال دي.

حاجي عبدالوهاب وويل، چې په ډېرو سيمو کې وسله وال په ازادانه ډول ګرځي او ځينې داسې سيمې هم شته چې نه په کې دولت واکمن دى او نه هم وسله وال مخالفين، هر څه په کې پر خپل سر روان دي.

د کامدېش يو اوسېدونکی مولوي عبدالحنان بيا وايي، درې کاله وشول، چې د نورستان کامدېش ولسوالۍ سقوط کړی، خو په دې درېيو کلونو کې يې دولت کوم غم نه دى خوړلى.

دى وايي، چې ډېرى پرېکړې يې هم وسله وال طالبان کوي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال په کلو او بازارونو کې په ښکاره ګرځي، خو مرکزي دولت يې تر اوسه غم نه دى خوړلى.))

دغه قومي مشران له مرکزي دولته غواړي، چې د نورستان د امنيت، روغتيا او پوهنې برخو ته دې پاملرنه جدي کړي.

په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار رحمت الله راشدي نورستانى هم مني، چې مرکزي حکومت په تېرو کلونو کې نورستان ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

نوموړی وايي، دغه غونډه يې هم په همدې موخه راغوښتې وه، چې د نورستان پر امنيتي ستونزو وغږېږي او د حل لارې چارې يې له مرکزي دولت سره شريکې کړي.

راشدي زياته کړه: ((موږ له دغو قومي مشرانو سره غږېږو، مشورې ورسره کوو او بيا وروسته د دوی وړانديزونه به له مرکزي دولت سره شريک کړو، تر څو د نورستان د امنيتي ستونزو د حل په برخه کې دولت اقدام وکړي.))

د راشدي په وينا، په دې وروستيو کې د نورستان خلک له ناامنۍ او ګډوډۍ په تنګ شوي او نور يې زغم نه لري.

دى وايي، چې وروسته له دې به د نورستان د ستونزو د له منځه وړو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي او مرکزي اداره به دې ته مجبوروي چې د نورستان ستونزې هوارې کړي.

نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.

Related Topics