هرات ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): د هرات پوليس وايي، چې يوې تنکۍ پېغلې ځان وژنه کړې او په بله پېښه کې يوه ښځه او سړى وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات ښار د دوولسمې ناحيې د جبريل په سيمه کې يوې تنکۍ پېغلې ځان زندۍ کړى او وژلى دى.
هغه زياته کړه، چې پوليسو د هغې جسد ترلاسه کړى او په تړاو يې د کورنۍ درې غړي، چې پلار او وروڼه يې دي، نيولي دي.
نېکزاد زياتوي، چې نيول شوو کسانو په لومړنيو اعترافاتو کې ويلې، چې دې نجلۍ د پړي په وسيله ځان وژنه کړې، خو نور جزئيات يې نه دي معلوم.
خو په سيمه کې د رضا په نوم يوه تن پژواک ته وويل، چې ياده نجلۍ د اتم ټولګي زده کوونکې وه او د کورنۍ له خوا پرې د بداخلاقۍ تور لګول شوى و، چې له امله يې هغې ځان وژن کړې ده.
نېکزاد دغه راز وويل، چې د انجيل ولسوالۍ په نيسانو کلي کې د يوې مېرمنې او يوه سړي مړي موندل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او په تړاو يې يو تن نيول شوى دى.
د نوموړي په وينا، نيول شوي تن اعتراف کړى، چې دواړه کسان يې لاس په لاس په بداخلاقۍ نيولي وو او بيا يې ووژل.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې د ځانوژنو پېښې زياتې شوې دي. په روان کال کې دا پنځمه پېښه وه، چې په دغه ولايت رامنځته کېږي.
په هرات کې د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون د مشر عبدالقادر رحيمي په وينا، تېر کال په هرات کې ۴۴ د ښځو او نجونو د ځانوژنې او ۲۵ د قصدي وژنو پېښې ورسره ثبت شوې دي.