چاريکار(پژواک ٢٢ ورى ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو کې د ناقانونه وسله والو په خپلمنځي وسله واله شخړه کې لږ تر لږه يوتن وژل شوى او بل ټپى دى .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال مسجدي جدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسله والو شخړه نن نږدې غرمه مهال د دې ولايت په مرکز چاريکارو کې د احمدشاه مسعود پر سړک د بليارد په يوه کلب کې رامنځته شوه.
دى وايي، چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي ، خو د ناقانونه وسله والو يو کرولا موټر د پوليسو لاسته ورغلى دى .
د هغه په وينا،لومړنۍ پلټنې ښيي، چې ناقانونه وسله والو لومړى په دې کلب کې لفظي شخړه کړې او بيا يې پر يو بل ډزې کړې دي .
دى وايي، چې مړى او ټپي روغتون ته وړل شوي دي .
د دې ولايت د جنايې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدنارام هم دغه څرګندونې تاييد کړې .
خو د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي، چې له دې شخړې څخه دوه ټپيان او يو مړى د پروان ولايتي روغتون ته وړل شوي دي .
ده د ټپيانو روغتيايي حالت نازک وباله .
خو محمداقبال، چې ياد شوي کلب ته څېرمه هټۍ لري او د سيمې يو بل اوسېدونکى محمدهاشم ، وايي چې په دې وسله واله شخړه کې دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى .
محمدهاشم د شخړې د څرنګوالي په اړه وويل، چې لومړى يو تن په کرولا موټر کې راغى ، موټر يې د کلب مخې ته ودراوه او کلب ته ننووت . هغه وويل چې وروسته په کلب کې ډزې پيل شوې او شاوخوا ١٥ دقيقې يې دوام وکړ.
ياد شوي دواړه کسان وايي، چې د دې شخړې لامل ورته نه دى معلوم .
دا په داسې حال کې ده ، چې د روان کال د وري مياشتې په لومړۍ ورځ په چاريکارو کې د ناقانونه وسله والو او امنيتي ځواکونو په نښته کې د يو ماشوم په ګډون درې عام وګړي ووژل شول او يو پوليس ټپي شو.
وروسته پوليسو د دې پېښې په تړاو څلور تنه ونيول .