کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): جمعيت اصلاح ټولنې په کابل کې ١٤٣ کسانو ته، چې د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم سياليو په ازموينه کې يې ګډون کړى و، جايزې ورکړې.
د سيرت النبي د سياليو ازموينه تېره اونۍ اخيستل شوې او نن په عيدګاه جومات کې د يوې غونډې په ترڅ کې جمعيت اصلاح د اېم، ټي، اېن مخابراتي شرکت په مالي مرسته ممتازو ګډونوالو ته موټر سايکلونه، بايسکلونه، لپټاپ او نور کمپيوټرونه، د کالي مينځلو ماشينونه، د موبايل سيټونه او نورې جايزې ورکړې.
د سيرت النبي د سيالۍ مسوول محمد داوود صميم وويل، چې د تېرې اونۍ په سياليو کې شپږ زره نجونو او هلکانو برخه اخيستې وه ، چې د ٣٧ ښځينه وو په ګډون په کې ١٤٣ تنو لوړې نومرې اخيستې دي.
د دغو سياليو تر ټولو لوړه نومره ٩٢،٨٨ وجيح الله ناصح اخيستې، چې د جمعيت اصلاح ټولنې له خوا د عمرې د ادا کولو لپاره سعودي ته استول کېږي.
دوو نورو ممتازو ګډونوالو عمار او عبدالمتين ته موټرسايکلونه د جايزې په توګه ورکړل شول.
د کالو مينځلو پنځه ماشينونه، پنځه بايسکلونه، څلور لپټاپ کمپيوټرونه، د خياطۍ پنځه ماشينونه او لس د ګرځنده ټيلېفون سيټونه ٢٩ نورو ممتازو ګډونوالو ته ورکړل شول.
صميم وويل، چې دغو کسانو ته جايزې د هغوى د هڅونې په موخه ورکول کېږي، ترڅو په راتلونکې کې د نبوي سيرت په برخه کې نورې زده کړې هم وکړي.
ده زياته کړه، چې له دغه شان سياليو څخه اساسي موخه د ځوانو هلکانو او نجونو ترمنځ د سالمې سيالۍ رامنځته کول، په ديني برخه کې د معلوماتو لوړول او د مطالعې د روحيې رامنځته کول دي.
نننۍ غونډې ته د پوهنتون استادان، ديني عالمان او د ولسي جرګې ځيني غړي راغلي وو، چې هر يوه يې په خپل وار سره د اسلام د ستر پيغمبر صلى الله عليه و سلم پر سيرت خبرې وکړې.
د پوهنتون استاد فضل الهادي وويل، چې پر اسلامي ارزښتونو د قران کريم پر احکامو د پوهېدو لپاره اړتيا ده، چې مسلمانان د ستر پيغمبر پر سيرت ځان پوه کړي.
ده زياته کړه، ټول مسلمانان مکلف دي د اسلام د پيغمبر پر سيرت ځان پوه کړي او پرې عمل وکړي.
نوموړي وويل: ((د پيغمبر د سيرت اصلي موخه، د ايمان پياوړي کول، تقوا، ښه اخلاق، ورورګلوي، ټولنيز عدالت، له استبداد او تعصب سره مبارزه، علمي پرمختګ او د ازادۍ هڅه ده.))
سيالۍ کوونکي خوښ دي، چې په يادې سيالۍ کې يې برخه اخيستې ده.
د يادې سيالۍ يوه ګډونوال محمدرحيم له جمعيت اصلاح او اېم ټي اېن مخابراتي شرکت څخه د دا ډول سياليو پر جوړولو مننه وکړه او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې کولى شي په ځانګړې توګه ځوانان د اسلام د ستر پيغمبر پر سيرت پوه کړي.
محمدرحيم که څه هم لوړه نومره نه ده اخيستې، چې د جايزې ګټونکى شي، خو وايي، چې په راتلونکي کې به نوره هڅه وکړي، چې د سيرت النبي په اړه خپل معلومات ډېر کړي.
هغه جايزه مهمه نه بولي او وايي: “په دا شان سياليو کې لوړ مقام اخيستل ستر وياړ دی.”
د افغانستان د جمعيت اصلاح مشر ډاکتر عبدالصبور فخري، ګډونوالو ته د جايزې تر ورکړې وړاندې حاضرينو ته په خبرو کې له اېم ټې اېن مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه، چې د دغه شان سيالۍ په مالي برخه کې يې له جمعيت اصلاح سره مرسته کړې ده.
د دې ټولنې مطبوعاتي مسوول احمدضيا رحيمزى وويل، چې جمعيت اصلاح يو ديني او فرهنګي بنسټ دى او هر کال د هېواد په اتلسو ولايتونو کې ورته سيالۍ په لاره اچوي.
د هغه په وينا، د دغه شان سيالۍ وروستى پړاو د تېر کال د سلواغې په مياشت کې د ښځينه زده کوونکو او زده کړيالانو ترمنځ (د پغمبر له مېرمنو او د مومنانو له ميندو سره پېژندګلوي) تر سرليک لاندې ترسره شو.