جلال اباد (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): د لغمان د عليشنګ ولسوالۍ په ګوناپال سيمه کې د څلوېښت ميليونه افغانيو په لګښت يو پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګوناپال پول ٩٧متره اوږدوالى او ١٥متره سور لري، چې د پنځلس مياشتو په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ځواک په خبره، د دغه پله ټول مالي لګښت د ولايتي بيارغونې ډلې ورکړى او زرګونه کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د پله د پرانيستې پرمهال ژمنه وکړه، چې په دغه ولايت کې په نورې پروژې هم پلې کړي.
مجددي وويل، چې د دې ولسوالۍ په وطن ګټو سيمه کې به د اوبو بند جوړولو لپاره هم هڅې وکړي.
د ګوناپال سيمې يو اوسېدونکى حاجي شاولي وايي، چې پخوا د دغه پله په نه شتون کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس يې ستونزې هواره شوې دي.
حاجي شاولي وايي، چې د سيمې خلک به د ياد پول ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي او وسله وال به هم پرې نه ږدي چې وران يې کړي.
څه موده وړاندې د لغمان اړوند سيمه کې وسله والو کسانو يو پول پر بمونو والوځاوه.
محبوب شاه محبوب
ايډيټ: هاشمي
کاپي ايډېټر: عبدالجبار اندړ