اسعداباد-کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې او چارواکي وايي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ زون کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جګړه تېره شپه وروسته له هغه پيل شوه، چې وسله والو طالبانو په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او نږدې تر غرمې پورې روانه وه.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن له غرمې وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې کورنيو او بهرنيو وسله والو طالبانو په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد کړى وو.
عظيمي زياته کړه، چې په رامنځته شوې نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته تلفات اوښتي، خو تر اوسه يې د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
د کونړ والي فضل الله وحيدي هم جګړه تاييدوي، خو وايي، چې تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
خو د جګړې سيمې ته نږدې د يوې بلې پوستې قوماندان ميرزا علي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې جګړه کې د ملي اردو ١٢ سرتېري او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، طالبانو د ملي اردو دوه سرتېري هم له ځان سره بيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې تر غرمې وروسته هم خال خال ډزې روانې وې.
له بلې خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږلي اېميل کې ادعا کړې، چې په دې نښته کې يې ١٥ دولتي سرتېري وژلي دي.
د ده په خبره، جګړه د ناړۍ ولسوالۍ په انچه ګل سيمه کې روانه ده، يو ميل هاوان، دوه ار پي جي راکېټ، يوه دهشکه او ۱۲ ميله سپکه وسله هم ترلاسه شوې ده.
ناړۍ د ډيورنډ له کرښې سره پرته ولسوالۍ ده، چې د چارواکو په وينا، ځيني وخت بهرني طالبان د کورنيو طالبانو په ملاتړ د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.