جلال اباد ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د جلال اباد پر هوايي ډګر راکټي بريد شوى، چې له امله يې يوه ملکي چورلکه ويجاړه شوې ده.
په هوايي ډګر کې يو تن افغان سرتېري، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار وخته په شاوخوا پنځو بجو پر هوايي ډګر درې راکټونه ولګېدل.
هغه زياته کړه، چې درې واړه راکټونه په هوايي ډګر کې دننه لګېدلي، چې له امله يې يوه چورلکه ويجاړه شوه.
هوايي ډګر ته نږدې يوه اوسېدونکي طارق پژواک اژانس ته وويل، چې د راکټ له لګېدو سره سم د هوايي ډګر په يوه برخه کې اور ولګېد، چې تر يوه ساعته پورې ترې لوګي او لوخړې پورته کېدې.
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ومنله، چې پر جلال اباد هوايي ډګر بريد شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې له نامعلوم لوري څخه په شوي بريدکې يوه ملکي چورلکه ويجاړه شوې ده، خو د ايساف سرتېرو او الوتکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.