Language

د لښکرګاه زندان بنديان : ستونزې مو هوار شوې دي

لښکرګاه(پژواک ٢٣ورى٩٢):د هلمندد مرکزي زندان يو شمېربنديان وايي، چې د زندان د مسوولينو له بدلېدو سره يې ګڼ شمېر ستونزې هوارې شوې دي.

په دغه زندان کې دننه  له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د بنديانو او ځايي مسوولينو ترمنځ  يو لړستونزې روانې وې، چې له امله يې بنديانو د زندان دننه احتجاج وکړ، په دې ترڅ کې شپږ بنديان ټپيان او د زندان دننه دروازې،کړکۍ ويجاړې او نور زيانونه يې واړول.

دغه  زندان نږدې پنځه لسيزې وړاندې د هلمند د سيند پر غاړه  د تاريخي سيمو په منځ کې جوړ شوى، خو په دې وروستيو لسوکلونو کې د څلورو پخو ديوالونو دننه څلور نور بلاکونه په ډير عصري او پاخه ډول جوړ شوي دي.

د چارواکو په خبره، چې په زندان کې دننه  بنديانو ته دبېلابېلو حرفوي زده کړو پروګرامونه، د خپلوانو سره د ليدو ځايونه جوړشوي، چې د چارواکو په وينا، په هر ډول خطرناک  حالت کې د بنديانو د تېښتې او د زندان  احتمالي ګواښونه نه ليدل کېږي.

په زندان کې د امير ګل په نامه يوه بندي ، چې د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکى دى  وايي چې شته ستونزې يې د تېرې يوې  اونۍ راهيسې وروسته له هغه هوارې شوې، چې د زندان ټول پرسونل تبديل شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، درې کاله کېږي، چې ددولت له وسله والو مخالفينوسره د تړاو په تور بندي شوى، چې د زندان له اصولو سره سم يې په تېره  شوې موده کې حق نه ورکول کېده.

دده په خبره ، چې له خپلوانو سره د ليدو،له يوې خونې بلې ته دتلو او ټېلېفون کولو پرمهال به نه  يواځي وهل ټکول  کېده ، بلکې ددې کار د تر سره کولو لپاره  به پيسې هم تري اخيستل کيدې.

ميرګل وايې  ، چې زندان ته د نوي مشر او پرسونل له راتلو سره يې ټولې ستونزې هوارې شوي ، له خپلوانو سره ليدنه،ډوډۍ، ټېلېفون کول او نورې اسانتياوې ورته په واک کې ورکړل شوې دي.

د مير احمد په نامه يوه بل بندي، چې د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى دى، په زندان کې دننه  دکورنۍ غړيو سره د ليدو پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې تېره مياشت يې اعتراض او احتجاج د مسوولينو د ناسم چلند په غبرګون کې کړى و.

هغه زياته کړه ،چې له يوې خوا د بنديانو دوسيې په خپل وخت نه  څېړل کېږي او له بلې خوا په زندان کې د مسوولينو چلند معياري نه وو، چې له امله يې هر وخت د بنديانو او مسوولينو تر منځ  اخ اوډب رامنځته کېده او دده پښه هم پکې ماته شوې ده.

دده په خبره ، شپږکاله کيږي، چې له دولت سره د مخالفت په تور بندي شوى  او څلور کاله يې د بند موده لا پاتې ده.

مير احمد وويل ،چې پخوانۍ ستونزې د زغملو نه وې او اوس له نوي پرسونل څخه هم غوښتنه کوي ، چې په زندان کې معياري اصول پلي کړي دخوب ،خوراک، اودس ،لمونځ ، ټېلېفون کول،له خپلوانو سره دليدو اسانتياوې برابرې کړي .

دغه راز د نصر الدين په نامه يوه سپين ږيري د زندان په دننه کې، چې د خپل وراره ليدو ته ورغلى و، پژواک ته وويل ، چې نه يواځې په زندان کې د اصولو د پلي کېدو غوښتنه کوي، بلکې له قضايي ارګانونو څخه هم غواړي، چې د بنديانو دوسيې پر وخت وڅېړي.

بلخوا د هلمند زندان ته نوې ليږل شوي مسوول سمونوال اول خان ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې پخوانۍ ستونزې ډېرى هوارې شوې دي ،  سياسي او جنايي بنديان يې هم بېلو بلاکونو ته ليږدول شوي دي.

دده  په خبره، چې  تېره مياشت مخکې راپيدا شوې ستونزې ټولې هوارې شوې دي .

نوموړي وويل ، اوس په زندان کې دننه دبنديانو دلاښه کنټرول او اوښتو زيانونو د بيا جوړونې کارونه روان دي او بنديان  له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن شوي دي.

چارواکې وايي په دې زندان کې اوس مهال ١٢ سوه جنايي اوسياسي بنديان دبند شپي او ورځي تيروي، چې نهه تنه پکې ښځينه دي.

Related Topics