هرات ښار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٢): د هرات امنيتي مسوولين وايي، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې لسو وسله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ وياند ډګروال نجيب الله نجيبي نن (د وري ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د شيندنډ په زېرکوه سيمه کې عمليات وکړل، چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ يو ساعته نښته وشوه.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، طالبانو ټپيان له ځان سره وړي، خو يو شمېر وسلې ترې پاتې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې دولتي ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.