Language

ناپېژاندو کسانو د يوه خصوصي پوهنتون رييس وتښتاوه

مزارشريف (پژواک٢٤ ورى ٩٢): د بلخ چارواکي وايي، چې په مزارشريف کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي خصوصي پوهنتون رييس وتښتول شو.

د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د وري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د ناپېژاندو کسانو له خوا د مولانا جلال الدين محمد بلخي خصوصي پوهنتون رييس ظريف خان وتښتول شو.

نوموړي زياته کړه، چې مازيګر مهال شاوخوا ۶بجې د ياد پوهنتون رييس په خپل موټر کې د مزارشريف ښار کمربند ته څېرمه سيمه کې د دغه پوهنتون د نوې ودانې د جوړېدو د چارو ارزونې ته د تګ پرمهال له ناپېژاندو وسله والو سره مخ شوی دى.

د هغه په وينا، وسله وال د پوهنتون د رييس ظريف خان موټر درولى، پر موټر چلوونکي يې ډزې کړي، چې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی او رييس يې له ځان سره وړى دى.

خو د مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون يوه استاد جان محمد جيحون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنتون د رييس موټرچلوونکی د ټپ له امله مړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، دوی معلومات نه لري، چې د پوهنتون رييس ولې تښتول شوی دی.

د هغه په وينا، امنيتي مسوولين د پېښې په اړه څېړنې کوي او دنده لري، چې د پېښې عاملين معلوم او نيسي.

د امنيت امر وويل، لا هم نه ده معلومه، چې د مولانا پوهنتون رييس چا تښتولى او که کومه بله مسئله ده.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې په اړه يې ژورې څېړنې پيل کړې دي.

Related Topics