Language

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو په بريد کې دوه ښځې ووژل شوې

اسعد اباد ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د کونړ چارواکي وايي ، چې دپاکستانيو ځواکونو په بريد کې دوه ښځې وژل شوې دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر ماخوستن پاکستانيو ځواکونو پر مرورې ولسوالۍ توغندويي بريد وکړ  .

هغه زياته کړه ، چې دپاکستانيو ځواکونو له خوا له توغول شويو اوو توغنديو څخه يې يو د مرورې ولسوالۍ  د چنار سيمې پر يوه کور لګېدلى  دى.

واصفي وويل ، چې په دې پېښه کې دوه ښځې وژل شوي او دوه نورې ټپيانې دي ،چې روغتون ته لېږدول شوې دي.

دغه بريد په داسې حال کې شوى ، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ګډو ځواکونو په مرورې ولسوالۍ  کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د يادونې  ده ، چې تېر کال د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې تر ٦٠ زيات ملکي وګړي ووژل شول ، سلګونه څاروي مړه او سلګونه کورنۍ کډه شوې.

Related Topics