Language

په شمال کې د عقاب په نامه نوي عمليات پيل شوي

مزارشريف ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په شمال کې زون کې د نسبي ناامنو سيمو د خونديتوب او د امنيت د لېږد پروسې د څلورم پړاو د چمتوالي په موخه د عقاب په نامه عمليات پيل شوي.

په همدې موخه د وري په ۲۴مه، په مزارشريف کې د ۲۰۹شاهين قول اردو کې د لوړو پوړو امنيتي چارواکو ناسته جوړه شوې وه.

د شمال زون د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا رسنيو ته وويل، چې دوی هڅه کوي، چې په شمال زون کې د امنيت د لېږد پروسې څلورم پړاو هم د نورو پړاونو په څېر په برياليتوب تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه يې د روان کال د وري له لومړۍ نېټې د عقاب په نامه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د هغه په وينا، په دغه زون کې د امنيت د لېږد پروسې په تېرو پړاونو کې ۹ ښارونو او ۹۱ ولسواليو د امنيت چارې په ټوله مانا افغان ځواکونو په لاس کې اخيستي دي.

بريد جنرال ويسا وويل، چې په شمال کې ۲۳ ولسوالۍ د امنيت د لېږد څلورم پړاو ته پاتې دي، چې افغان ځواکونو يې په ټوله مانا د امنيت مسووليت خپل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د عقاب په نامه عمليات په همدې موخه پيل شوي، چې د شمال زون په يادو ولسواليو او په نسبي ناامنو سيمو کې د دولت د مخالفو وسلوالو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د هغه په وينا،دغه عمليات به تر اتلس مياشتو پورې دوام وکړي.

د افغانستان د ځکمنيو قوتونو قوماندان جنرال مراد علي مراد، چې په ياده ناسته کې ونډه لرله وويل، چې افغان ځواکونه په ټوله مانا د خپل هېواد ساتنې وس موندلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال کې به د عقاب عمليات په نسبي ناامنو سيمو کې د امنيت د لېږد څلورم پړاو ته زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا، د افغان ځواکو له ټولو ستره اړتيا د هوايي ځواک نشتوالی دی، چې دوی د تر لاسه کولو په هڅو کې دي.

جنرال مراد وويل، چې د هوايي ځواک لپاره بايد لومړۍ په افغان ځواکونو کې د پيلوټانو شتون او پيدا کېدو لپاره هڅې وشي، چې دم ګړۍ دوی په همدې چاره اخته دي.

Related Topics