مزار شريف، هرات ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په هرات او بلخ ولايتونو کې پوليسو ديوه ډاکټر په ګډون څلور تنه پر دوو ښځو د ډله ييز جنسي تېريو په تور نيولي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير صلاح الدين سلطان د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو د ملکي روغتون يو ډاکټر پر يوې ١٦ کلنې نجلۍ د ډله ييز جنسي تيري په تول نيولى دى.
هغه زياته کړه ،چې دغه نجلۍ د سمنګان ولايت اوسېدونکې ده او دوه مياشتې مخکې ددرملنې په موخه د مزار شريف ملکي روغتون ته راغلې وه.
د نوموړي په وينا، دغه ١٦ کلنه نجلۍ پرون بيا مزار شريف ته راغلې او د ملکي روغتون ياد ډاکټر د پخوانۍ اړيکې له مخې، دا نجلۍ د شاديانو دښتې ته د چکر لپاره بيولې او هلته له دوو نورو کسانو سره يې پرې جنسي تېرى کړى.
جنايي مدير وويل ،چې ياد ډاکټر د پوليسو له خوا نيول شوى او د نورو ملګرو د نيولو هڅې يې هم روانې دي.
د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل ، يوه نجلۍ ، چې پرې جنسي تېرى شوى و، روغتون ته راوړل شوې وه او تر درملنې وروسته دامن کور ته ولېږدول شوه.
هغه، د نجلۍ روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ له پوليسو وغوښتل ، چې ددې پېښې سمه پلټنه دې وکړي.
ددغه کمېسيون د ښځو د څانګې مسوولې فوزيه نوابي پژواک ته وويل ،چې دا نجلۍ د روضې د زيارت لپاره راغلې وه، چې بيا ددرېيو کسانو له لوري د شاديانو دښتې ته بيول شوې او بيا هلته پرې درېيو کسانو جنسي تېرى کړى دى.
د هغې په وينا، د سيمې اوسېدونکو په دې اړه پوليسو ته خبر ورکړى و او پوليسو بيا دغه نجلۍ روغتون ته يوړله.
د يوه بل خبر له مخې ، په هرات ولايت کې هم پوليسو پر يوې ښځې د جنسي تېري کولو په تور درې کسان نيولي دي.
د هرات دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مرستيال سيد احمد محمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه په غوريان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او پوليسو له پېښې سره د تړاو په تور درې کسان نيولي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپی وايي ، چې د پنجشنبې په ورځ په زنده جان ولسوالۍ دا ښځه په زور تښتول شوې وه او بيا پرې ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د دې ښځې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
په هرات کې دبشري حقونو خپلواک کمېسيون رييس غلام قادر رحيمي د پېښې د تاييد ترڅنګ له پوليسو وغوښتل ، چې دا پېښه په دقيقه توګه وڅېړي او تورنو کسانو ته سزا ورکړي. نوموړي زياته کړه ، چې تېر کال ورسره په دې زون کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري لس پېښې ثبت شوې دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن