Language

د بلخ  له پوهنتون سره د کتابونو مرسته وشوه

مزارشريف ( پژواک ٢٥ ورى ٩٢ ) : د شمال زون د ملي اردو کومانډو،د بلخ پوهنتون له کتابتون سره د درې زره ټوکه بېلابېلو کتابونو مرسته وکړه.

د بلخ پوهنتون استاد حميد صفوت د وري په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کتابونه ډېری دادبياتو دحقوقو او سياسي علومو،اقتصاد او انجنيرۍ په برخو کې دي، چې محصلين ترې ګټه واخلي.

د هغه په وينا، ټول کتابونه په انګليسي ژبه دي، چې محصلين وکړای شي، په نورو ژبو کې د خپل مسلک په اړه له ليکل شويو کتابونو څخه ګټه واخلي.

همداراز د دغه پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد ضمير څار پژواک اژانس ته وويل، چې دوی د پوهنتون په کتابتون کې د بهرنيو ژبو کتابونو ته اړتيا لرله.

نوموړي زياته کړه، چې د ملي اردو د شوې مرستې له لارې به تر يوه ځايه په کتابون کې دغه تشه ډکه شي.

د هغه په وينا ، محصلين اړتيا لري، چې د خپلو ژبو تر څنګ د نورو ژبو ليکلي اثار هم ولولي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل جاويد پژواک اژانس ته وويل، چې دوی اړ دي، په خپل مسلک کې د لا پوهې تر لاسه کولو په موخه د بهرنيو ژبو کتابونه ولولي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان په ژبو کې لا هم په هغه اندازه کتابونه نه دي ليکل شوي، چې د محصلينو ټولې اړتياوې دې پوره کړای شي.

په بلخ پوهنتون کې د طب، انجنيري، کرنې، حقوق او سياسي علوم، اقتصاد، شرعيات، ادبيات، ژورناليزم او اداره عامه پوهنځيو کې له ۱۳ زره  څخه ډېر محصلين په زده کړو بوخت دي، چې نږدې ۴۰ سلنه يې نجونې دي.

Related Topics