Language

د هرات  د والي په پلوۍ لاريون وشو

هرات ( پژواک ٢٥ ورى ٩٢) : په هرات ښار کې سلګونه لاريون کونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د هرات اوسنى والي داوود شاه صبا دې له دې ولايت څخه نه بدلوي .

په دې لاريون کې نږدې ٤٠٠ تنو ګډون کړى وو، دوى د والي عکسونه  له ځانه سره لېږدول ،لاريون له مرکزي چوک څخه سهار نهه بجې  پيل او لس بجې د ولايت ودانۍ  مخې ته پاى ته ورسېد.

د کشک رباط سنګي ولسوالۍ يو تن قومي مشر  حاجي صالح محمد،چې په دې لاريون کې برخه درلوده وويل، داسې اوازه يې اورېدلې ،چې د هرات والي بدل شوى او پر ځاى يې د کابل والي راځي ، د هرات د خلکو غوښتنه دا ده ،چې حکومت خپله پرېکړه بېرته واخلي .

هغه ډاکټر صبا يو ملي شخص وباله او زياته يې کړه،چې د ده د کار په موده کې د بيارغونې کارونه او حکومتي اداره پر پښو ودرېده.

د مدني ټولنو په استازيتوب امين الله احمدي هم د والي د تبديلۍ مخالفت وکړ او ويې ويل ،چې د دې والي له تبديلۍ سره به په هرات کې ستونزې زياتې شي او د پرمختګ چارې به ټکنۍ شي.

د لاريون يو بل ګډون کوونکى عبدالله دا مني ،چې داوود شاه صبا د هرات لپاره کار کړى،  خو زياتوي ،چې د دې تر څنګ يې اداري کمزوري هم درلوده  او ځينې ادارې لکه ښاوالي يې له  واکه وتلې دي .

نوموړى زياتوي، ادارې کمزوري يې دا وه ،چې سلا کاران يې ناسمه مشوره ورکوي او اداره د بې ثباتي پر لور بيايي.

 خود والي وياند محي الدين نوري وايي، چې د والي د تبديلۍ په اړه رسمي مکتوب نه دى ورته رسيدلى ،د ده په وينا ، د ولسي جرګې ځينې وکيلان او يو شمېر کړۍ دي ،چې د والي پر خلاف خبرې کوي او د تبديلۍ اوازې يې خپروي.

هغه زياته کړه،چې له ښاروالۍ سره ستونزه له قانون څخه د سرغړونې پر سره وه او کومه شخصي ستونزه نه وه.

Related Topics