مزارشريف (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د امنيت د لېږد د پروسې مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه د يو بل په چارو کې مداخله کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۲۶مه په بلخ ولايت کې د امنيت د لېږد پروسې د ارزونې په اړه د شوي سفر په ترڅ کې د بلخ له والي عطا محمد نور سره په ګډه امنيتي ناسته کې وکړې.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د بلخ امنيتي حالات د امنيت د لېږد له پروسې سره ښه شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د امنيت د انتقال د پروسې په پيل کې مزارشريف ښار د وسله والو مخالفينو د محاصرې په حال کې و، خو اوس د دغه ولايت ولسوالۍ هم په امن کې دي.))
د هغه په وينا، د هېواد په کچه د امنيت د لېږد د پروسې د لا برياليتوب لپاره بايد د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو دندې ځانګړې شي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې اوسمهال دغه وزارتونه د يو بل په کارونو کې مداخله کوي، چې له امله يې ستونزې پيدا کېږي. خو هغه د مداخلې د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل.
د بلخ والي عطا محمد نور د دغه ولايت امنيت د تېر په پرتله ډاډمن وښود.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د امنيت د لېږد پروسه د ښه مديريت، د ملکي او نظامي برخو د ښې همغږۍ او د ولس د بې ساري ملاتړ له امله بريالۍ شوې ده.
خو نور وويل: ((د يادې پروسې په پيل کې چې د بلخ ولايت مقام له خو ا کوم وړانديزونه د ښې حکومتدارۍ او پراختيايي چارو په اړه شوي وو، پام ورته نه دی شوی.))
نوموړي زياته کړه، چې دوی د ولايتي ادارو د صلاحيتونو د ډېروالي، په ولسواليو کې د دولتي ودانيو د جوړېدو او د افغان ځواکونو د سمبالښت په اړه وړانديزنه کړي وو.
د امنيت د لېږد پروسې مسوول ډاکټر احمدزي وويل، چې د دوی وړانديزونه رسول شوي او د هېواد ټول ولايتونه ورته ستونزې لري، چې د ټولو د حل لپاره د وزارتونو او واليانو ګډې ناستې ته اړتيا ده، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به ترسره شي.
له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې او تر اوسه د هېواد شاوخوا د ٨٠ سلنې ساحو امنيت افغان لوري ته لېږدول شوى دى.
ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د امنيت د لېږد څلورم پړاو پيل شي او د روان کال تر پايه به د ټول افغانستان امنيت افغان لوري ته وسپارل شي.