دويم تعقيب- جلال اباد (پژواک ٢٦ ورى ٩٢: د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغان او اېتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ، چې تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په امبرخانې، چهاردهي او تکيه کې ترسره شوي، ٢١ وسله وال وژل شوي، څلور ټپيان او لس نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې په عملياتو کې يې له وسله والو مخالفينو څخه ١٥ميله پيکا او ٤٠ميله کلاشينکوفونه تر لاسه کړي دي.
عبدالزى زياتوي، چې دغه عمليات د تېرې شپې له درېيو بجو څخه پيل شوي او اوس هم په سيمه کې دوام لري.
د نوموړي په خبره، په عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو او يا هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
همداراز د يو بل خبر له مخې، د والي وياند زياتوي چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ په کندۍ سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
د ده په خبره، چې د خاصو ځواکونو د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو سره دوه ميله کلاشينکوفونه ، د ٧٠ ټکه يو شاجور ، ٣ عدده پرتلې او يو لاسي ماين نيول شوى دى .
په افغانستان کې د مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بټي کوټ په عملياتو کې ٢١ مخالفين وژل شوي دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته پېښه تاييد کړې او زياته کړې يې ده، چې په هوايي بمبار کې د دوى پنځه ملګري او درې عام وګړي وژل شوي دي.
ياده دې وي، چې بټي کوټ د جلال اباد ښار ٣٥کيلومترۍ ته پرته هغه ولسوالي ده ، چې هره ورځ ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کيږي.