غزني ښار(پژواک ۲۶ وری ۹۲): غزني مېشتو خبريالانو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې له نن وروسته به د ولايت مقام اړوند خبرونه نه خپروي او په غونډو کې به يې ګډون نه کوي.
دغو خبريالانو چې شمېر يې له لسو نه زيات وو، دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې د وري په ٢٤مه د غزني ښار د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې نومولو په اړه جوړه شوې ملي غونډه کې هغوى ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.
د غزني د خبريالانو د ټولنې مشر او د بي بي سي خبريال اسدالله جلالزى وايي: ((چارواکو قانون تر پښو لاندې کړى او د وري د ٢٤مې په ملي او نړيواله کچه لويه غونډه کې له ګډونه راګرځول شوي دي.))
نوموړي زياته کړه، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د غزني چارواکو په دومره ستره ملي غونډه هم تجارت وکړ او د دې غونډې د جريان خپرول يې په يوه خصوصي تلويزيون وپلوره.
په غزني کې د اريانا تلويزيون خبريال محمدالله مومن زاده بيا وايي، چې د دولتي چارواکو ترڅنګ د (١) په نوم خصوصي تلويزيون هم د نورو خبريالانو او رسنيو سپکاوى وکړ او قانون يې تر پښو لاندې کړ.
نوموړى زياتوي، ولايتي ادارې او ملي امنيت په قصدي او شعوري توګه دا پلان جوړ کړى و، چې د خبريالانو مخه ونيسي.
دغه راز د کليد او سلام وطندار راډيو خبريال اصف حسيني بيا وايي، چې د مراسمو تر پيل يوه ورځ مخکې د ملي امنيت کسانو په زور له ولايته ووېست.
د حسيني په وينا، د مراسمو ځاى ته په دې موخه ورغلى و، چې د تياريو په اړه معلومات واخلي او په سبا يې د مراسمو د پيل په ورځ په ژوندۍ بڼه راپور ورکړي، خو د ملي امنيت کسانو يې مخه ونيوله.
د دې غونډې د پرېکړه ليک له مخې، خبريالان د ولايت خبرونه نه خپروي، د ولايت د مطبوعاتي دفتر لپاره دې وړ شخص وټاکل شي، خبريالان د ورته پېښو د تکرار مخنيوى غواړي او د ملي امنيت له لوري د خبريالانو د سپکاوي خبره دې چارواکي وڅېړي.
د غزني خبريالانو همداراز پرېکړه کړې، که يې غوښتنې ونه منل شي، د تل لپاره به د ولايتي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.