جلال اباد (پژواک ٢٦ ورى ٩٢ ) : په ننګرهار کې لسګونو ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د څلورو رياستونو مسوولينو ته هغه ستونزې ور په ګوته کړې، کومې چې په يادو رياستونو کې موجودې دي.
دغه غونډه د ننګرهار د ځوانانو د فدراسيون له لوري نن (د وري ٢٦مه) په جلال اباد کې جوړه شوې وه، چې په کې لسګونو نجونو او هلکانو ګډون کړى و.
د ننګرهار د ځوانانو د فدراسيون اداري مسوول قدرت الله شکېب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام يې په دې موخه په لاره اچولى، تر څو د يو شمېر ادارو ستونزې مسوولينو ته په ګوته او ورته د حل لارې چارې پيدا کړي.
هغه زياته کړه: ((په ډېرو رياستونو کې ستونزې شته، نن په همدې موخه راټول شوي وو، چې له مسوولينو څخه يې په اړه پوښتنې وکړو.))
شکېب وويل، چې د رياستونو له مسوولينو به يو شمېر ځوانان پوښتنې وکړي او هغوى به د خپلو کړو کارونو په اړه ځوابونه ورکړي، چې وروسته به يې يوه کاپي د ولايت مقام، يوه د ننګرهار ولايتي شورا او يوه مرکز ته په واک کې ورکړي، تر څو د اړوند رياستونو کارونه هم ارزيابي شي او وړ کسان هم په کې وپېژندل شي.
د نوموړي په وينا، په دې برنامه کې د عامې روغتيا ، ښځو چارو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، د سوداګرۍ او برېښنا رياستونو مسوولين شامل دي، خو د برېښنا رييس ونه شواى کولى پر خپل وخت يادې غونډې ته راشي.
د بصيرې فدايي په نوم يوه پېغله وايي، چې له دوى سره د ګڼو رياستونو اړوند ستونزې موجودې وې، چې نن يې له ټولو سره شريکې کړې، تر څو د حل لپاره يې لارې چارې ولټول شي.
نوموړې وايي، که چېرې همدا ډول د نورو رياستونو مسوولين هم دې ډول غونډو ته راوبلل شي او ځوانان ورسره ستونزې شريکې کړي، دا به د پرمختګ لپاره تر ټولو ښه لار وي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ضابط امير محمد هم دغه ډول برنامې د ولس او دولت دواړو په ګټه بولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، له دغو پروګرامونو سره کېداى شي، چې په دولتي ادارو کې د ستونزو کچه کمه شي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي، چې دا ډول برنامې له دوى سره په کارونو کې ډېره مرسته کولى شي.
هغې زياته کړه، چې دوى په خپلو نيمګړتياوو پوهېږي او ځان له ولس څخه بېل نه ګڼي او ډېرى ځوانان ورسره يو ځاى د کار کولو ژمنه کوي، چې دا يو ښه پيل دى.
عمراني وايي: ((زه ډېره خوشحاله شوم، چې داسې څوک شته چې له ما پوښتنه کوي چې تا څه کړي دا زما له پاره د فخر ځاى دى.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېزاد پژواک اژانس ته وويل، چې ګڼو ځوانانو يې د کار په اړه له دوى څخه پوښتنې وکړې او هم يې له دوى سره په رضاکارانه ډول د مرستې ژمنه هم وکړه.